ایا نو تاسو تمه كوئ چې دوى به ستاسو (د وینا) له وجې ایمان راوړي، او یقینًا په دوى كې یوه ډله وه چې د الله كلام به يې اورېده، بیا به يې په هغه كې له پوهېدو نه وروسته تحریف كاوه، حال دا چې دوى به پوهېدل البقره ۲:۷۵ ⧉
تفسیر:
ای مومنانو! آیا تاسو تمه لرئ چې دوی به ایمان راوړي او ستاسو خبرې به ومني، پس له دې چې تاسو ته د یهودیانو حقیقت څرګند شو، او د دوی سرکشي مو ولېدله؟! او د دوی له علماوو څخه یوه ډله داسې ده چې په تورات کې د الله تعالی نازل شوی کلام اوري او بیا د هغې توري او معناګانې اړوي سره له دې چې دوی پرې ښه پوهېږي او د خپل جرم په لوېي هم پوهېږي.