Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 76 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 76 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ قَالُوا أَتُحَدِّثُونَهُمْ بِمَا فَتَحَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَاجُّوكُمْ بِهِ عِنْدَ رَبِّكُمْ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ 76
ترجمه:
او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي: مونږ ایمان راوړى دى او كله چې د دوى ځینې له ځینو نورو سره يواځې شي (بیا) وايي: ایا تاسو دوى (مومنانو) ته هغه خبرې بیانوئ چې الله تاسو ته ښودلي دي؟ د دې لپاره چې پر تاسو باندې په دغو (خبرو) سره د خپل رب په وړاندې غالبه شي، ایا نو تاسو عقل نه لرئ! البقره ۲:۷۶
تفسیر:
د یهودیانو د تناقضاتو او دوکو څخه دا هم دي چې کله ځېنې له دوي څخه له مومنانو سره یو ځای شي نو د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې اعتراف کوي او د هغه د رسالت تصدیق کوي او په دې تورات هم ګواهي ورکوي، لیکن کله چې دوی له خپلو یهودیانو سره یو ځای شي نو د دې اعترافونو په اړه یو بل ملامتوي؛ ځکه مسلمانان د نبوت د تصدیق په اړه د دوی په دې اعترافونو پر دوي حجت قائموي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 75 راتلونکې البقره • آیت 77