Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 73 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 73 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


فَقُلْنَا اضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا ۚ كَذَٰلِكَ يُحْيِي اللَّهُ الْمَوْتَىٰ وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ 73
ترجمه:
نو مونږ وویل: دا د ده په څه حصې سره ووهئ، الله همداسې مړي ژوندي كوي او تاسو ته خپلې نښې درښَیِي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ البقره ۲:۷۳
تفسیر:
پس تاسو ته مو وویل: د هغې غوا چې تاسو ته يې د حلالولو امر شوی ؤ د وژل شوي پر بدن د هغې یوه برخه ووهئ؛ پس بېشکه الله تعالی به یې ژوندی کړي چې خپل وژونکی (قاتل) وښایي! پس دوی دا کار وکړ او خپل قاتل یې وښود، او د همدې مړي د ژوندي کېدو په څېر به الله تعالی د قیامت په ورځ مړي هم را ژوندي کوي، او تاسو ته به د خپل قدرت ښکاره دلائل درښایي، ښایي چې تاسي د عقل څخه کار واخلئ او په الله تعالی حقیقي ایمان راوړئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 72 راتلونکې البقره • آیت 74