سوره البقره (غویي) (آیت 76)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۷۶

وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ قَالُوا أَتُحَدِّثُونَهُمْ بِمَا فَتَحَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَاجُّوكُمْ بِهِ عِنْدَ رَبِّكُمْ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ 76 ٧٦

او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي: مونږ ایمان راوړى دى او كله چې د دوى ځینې له ځینو نورو سره يواځې شي (بیا) وايي: ایا تاسو دوى (مومنانو) ته هغه خبرې بیانوئ چې الله تاسو ته ښودلي دي؟ د دې لپاره چې پر تاسو باندې په دغو (خبرو) سره د خپل رب په وړاندې غالبه شي، ایا نو تاسو عقل نه لرئ! (۷۶)

تفسیر
د یهودیانو د تناقضاتو او دوکو څخه دا هم دي چې کله ځېنې له دوي څخه له مومنانو سره یو ځای شي نو د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې اعتراف کوي او د هغه د رسالت تصدیق کوي او په دې تورات هم ګواهي ورکوي، لیکن کله چې دوی له خپلو یهودیانو سره یو ځای شي نو د دې اعترافونو په اړه یو بل ملامتوي؛ ځکه مسلمانان د نبوت د تصدیق په اړه د دوی په دې اعترافونو پر دوي حجت قائموي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ