سوره البقره (غویي) (آیت 79)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۷۹

فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَٰذَا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۖ فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَكْسِبُونَ 79 ٧٩

نو د هغوكسانو لپاره هلاكت دى چې په خپلو لاسونو (له ځانه) كتاب لیكي، بیا وايي: دا د الله له جانبه دى، د دې لپاره چې د هغه په بدل كې لږ قیمت واخلي، نو د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه څه چې د دوى لاسونو لیكلي دي، او د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه چې دوى څه عمل كوي (۷۹)

تفسیر
نو ډېر سخت عذاب او هلاکت د هغو کسانو انتظار کوي چې په خپلو لاسونو باندې کتاب لیکي او بیا په دروغو سره وایي چې: دا د الله تعالی لخوا دی؛ دې لپاره چې د حق او هدایت په بدله کې د دنیا نا څېزه قیمت واخلي، لکه مال او مشري، نو دوی لپاره هلاکت او سخت عذاب دی له دې امله چې د دوی لاسونو په الله تعالی باندې دروغ لیکل، او دوی لپاره هلاکت او سخت عذاب دی له دې امله چې له دې کار څخه څه ترلاسه کوي، لکه مال او مشري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ