نو د هغوكسانو لپاره هلاكت دى چې په خپلو لاسونو (له ځانه) كتاب لیكي، بیا وايي: دا د الله له جانبه دى، د دې لپاره چې د هغه په بدل كې لږ قیمت واخلي، نو د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه څه چې د دوى لاسونو لیكلي دي، او د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه چې دوى څه عمل كوي البقره ۲:۷۹ ⧉
تفسیر:
نو ډېر سخت عذاب او هلاکت د هغو کسانو انتظار کوي چې په خپلو لاسونو باندې کتاب لیکي او بیا په دروغو سره وایي چې: دا د الله تعالی لخوا دی؛ دې لپاره چې د حق او هدایت په بدله کې د دنیا نا څېزه قیمت واخلي، لکه مال او مشري، نو دوی لپاره هلاکت او سخت عذاب دی له دې امله چې د دوی لاسونو په الله تعالی باندې دروغ لیکل، او دوی لپاره هلاکت او سخت عذاب دی له دې امله چې له دې کار څخه څه ترلاسه کوي، لکه مال او مشري.