Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 80 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 80 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَقَالُوا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَعْدُودَةً ۚ قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِنْدَ اللَّهِ عَهْدًا فَلَنْ يُخْلِفَ اللَّهُ عَهْدَهُ ۖ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ 80
ترجمه:
او دوى وايي: له څو په شمار ورځو نه سوا به مونږ ته كله هم اور را و نه رسېږي، ته (ورته) ووایه: ایا تاسو له الله نه څه وعده اخيستې ده؟ (كه داسې وي)، نو الله به كله هم د خپلې وعدې خلاف و نه كړي، بلكې تاسو په الله باندې هغه دروغ تپئ (اړوئ) چې تاسو پرې نه پوهېږئ البقره ۲:۸۰
تفسیر:
او په دروغو او غرور سره دوی وویل: هیڅکله به مونږ ته د دوزخ اور ونه رسېږي او نه به دوزخ ته ننوځو مګر لږې ورځې، ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو په دې خبره د الله تعالی څخه کلکه ژمنه اخیستې ده؟ نو که چېرې داسې وي بیا خو الله تعالی د خپلې ژمنې مخالفت نه کوي، یا تاسو -په دروغه- په الله تعالی باندې هغه څه تړئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ؟
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 79 راتلونکې البقره • آیت 81