سوره البقره (غویي) (آیت 84)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۸۴

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ لَا تَسْفِكُونَ دِمَاءَكُمْ وَلَا تُخْرِجُونَ أَنْفُسَكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنْتُمْ تَشْهَدُونَ 84 ٨٤

اوكله چې مونږ ستاسو (نه) پخه وعده واخيسته چې خپلې وینې به نه تُویَوَئ او له خپلو كورونو نه به خپل ځانونه (يو بل) نه وباسئ، بیا تاسو اقرار وكړ، په دې حال كې چې تاسو ګواه یئ (۸۴)

تفسیر
او یاده کړئ هغه کلکه ژمنه چې مونږ له تاسو څخه په تورات کې اخیستې وه چې د یو بل وینې تویولو، او یو بل د خپلو کورونو څخه د ویستلو ناروا والي په اړه، بیا تاسو پر هغې ژمنې چې مونږ له تاسو اخیستې وې اعتراف وکړ، او تاسو د هغې په صحت باندې شاهدان وۍ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ