Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 84 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 84 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ لَا تَسْفِكُونَ دِمَاءَكُمْ وَلَا تُخْرِجُونَ أَنْفُسَكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنْتُمْ تَشْهَدُونَ 84
ترجمه:
اوكله چې مونږ ستاسو (نه) پخه وعده واخيسته چې خپلې وینې به نه تُویَوَئ او له خپلو كورونو نه به خپل ځانونه (يو بل) نه وباسئ، بیا تاسو اقرار وكړ، په دې حال كې چې تاسو ګواه یئ البقره ۲:۸۴
تفسیر:
او یاده کړئ هغه کلکه ژمنه چې مونږ له تاسو څخه په تورات کې اخیستې وه چې د یو بل وینې تویولو، او یو بل د خپلو کورونو څخه د ویستلو ناروا والي په اړه، بیا تاسو پر هغې ژمنې چې مونږ له تاسو اخیستې وې اعتراف وکړ، او تاسو د هغې په صحت باندې شاهدان وۍ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 83 راتلونکې البقره • آیت 85