Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 85 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 85 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


ثُمَّ أَنْتُمْ هَٰؤُلَاءِ تَقْتُلُونَ أَنْفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًا مِنْكُمْ مِنْ دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِمْ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِنْ يَأْتُوكُمْ أُسَارَىٰ تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ ۚ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ ۚ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ 85
ترجمه:
بیا هم تاسو هغه كسان یئ چې خپل ځانونه وژنئ، او خپله یوه ډله د هغوى له كورونو نه وباسئ، په ګناه او ظلم سره د هغوى په خلاف د یو بل مدد كوئ، او كه چېرې هغوى تاسو ته بندیان راشي، نو د هغوى (دخلاصون لپاره) فدیه وركوئ، حال دا چې شان دا دى چې پر تاسو باندې دهغوى وېستل حرام دي۔، ایا نو د كتاب په ځينې (حكمونو) ایمان راوړئ او په ځینو يې كافر كېږئ؟ نو د دغه كس څه سزا ده چې په تاسو كې دا كار كوي مګر په دنيايي ژوند كې ښه رسوايي او د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب ته ورګرځولى شي، او الله له هغه څه نه چې تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى البقره ۲:۸۵
تفسیر:
بیا تاسو د دې ژمنې مخالفت وکړ؛ نو یو بل وژنئ او وباسئ تاسو خپله یوه ډله له خپلو کورونو څخه چې په تېري او زیاتي سره د دوي پر ضد د دښمنانو څخه مرسته غواړئ، او کله چې تاسو ته د دښمنانو په لاسونو کې بندیان راشي نو تاسو کوښښ کوئ چې د دوی فدیه ورکړئ او له بند څخه یې خوشې کړئ، سره له دې چې د دوی له کورونو څخه ویستل هم تاسو ته ناروا وو، پس څرنګه تاسو د تورات په ځېنو احکامو باور لرئ چې د فدیې وجوب دی، او ځېنې نور احکام یې نه منئ چې د وینو ساتنه او یو بل له کوره ویستل دي؟! پس د داسې کس لپاره بله سزا نشته پرته له دې چې د دنیا په ژوند کې سپک او ذلیل وي او په آخرت کې به سخت عذاب ته وروګرځي، او الله تعالی د هغه کړنو څخه چې تاسو یې کوئ بې پروا نه دي، بلکې ترې خبر دی، او زر ده چې د دې سزا به درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 84 راتلونکې البقره • آیت 86