Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 86 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 86 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


أُولَٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۖ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ 86
ترجمه:
دا هغه كسان دي چې دنيايي ژوند يې د اخرت په بدل كې اخيستى دى، نو نه به له دوى نه عذاب سپك (كم) كړى شي او نه به له دوى سره مرسته كېږي البقره ۲:۸۶
تفسیر:
دا هغه خلک دي چې د دنیا ژوند یې له آخرت سره بدل کړی، او فاني (ختمېدونکې) ته يې پر باقي (پاتې کېدونکې) غوره والی ورکړی، پس له دوی څخه به په آخرت کې هېڅ عذاب سپک (کم) نه شي، او نه به دوی سره په دغه ورځ کوم مرستندوی وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 85 راتلونکې البقره • آیت 87