سوره البقره (غویي) (آیت 86)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۸۶

أُولَٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۖ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ 86 ٨٦

دا هغه كسان دي چې دنيايي ژوند يې د اخرت په بدل كې اخيستى دى، نو نه به له دوى نه عذاب سپك (كم) كړى شي او نه به له دوى سره مرسته كېږي (۸۶)

تفسیر
دا هغه خلک دي چې د دنیا ژوند یې له آخرت سره بدل کړی، او فاني (ختمېدونکې) ته يې پر باقي (پاتې کېدونکې) غوره والی ورکړی، پس له دوی څخه به په آخرت کې هېڅ عذاب سپک (کم) نه شي، او نه به دوی سره په دغه ورځ کوم مرستندوی وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ