سوره البقره (غویي) (آیت 89)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۸۹

وَلَمَّا جَاءَهُمْ كِتَابٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَمَّا جَاءَهُمْ مَا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ ۚ فَلَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الْكَافِرِينَ 89 ٨٩

او كله چې دوى ته د الله له جانبه كتاب (قرآن) راغى چې د هغه څه تصدیق كوونكى دى چې له دوى سره دي، او له دې نه مخكې به دوى پر هغو خلقو باندې چې كافر شوي دي، فتح غوښتله، نو كله چې دوى ته هغه (رسول، كتاب) راغى چې دوى پیژنده، نو په هغه باندې كافر شول، نو په كافرانو باندې د الله لعنت دى (۸۹)

تفسیر
او کله چې دوی ته د الله تعالی له لوري قرآن کریم راغی چې د تورات او انجیل عامو او صحیح اصولو سره موافق ؤ، او دوی به د قرآن د نازلېدو څخه مخکې ویل: ژرده چې مونږ به په مشرکانو برلاسي شو او بری به ومومو کله چې پېغمبر راولېږلی شي، نو مونږ به پرې ایمان راوړو او پېروي به یې وکړو، نو کله چې دوی ته قرآن او محمد صلی الله علیه وسلم په هغه صفتونو سره راغلل چې دوی پېژندل او هغه حق یې ور وښود چې دوی پرې پوهېدل؛ نو دوی پرې کافر شول، پس پر کافرانو د الله تعالی لعنت دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ