Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 89 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 89 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَلَمَّا جَاءَهُمْ كِتَابٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَمَّا جَاءَهُمْ مَا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ ۚ فَلَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الْكَافِرِينَ 89
ترجمه:
او كله چې دوى ته د الله له جانبه كتاب (قرآن) راغى چې د هغه څه تصدیق كوونكى دى چې له دوى سره دي، او له دې نه مخكې به دوى پر هغو خلقو باندې چې كافر شوي دي، فتح غوښتله، نو كله چې دوى ته هغه (رسول، كتاب) راغى چې دوى پیژنده، نو په هغه باندې كافر شول، نو په كافرانو باندې د الله لعنت دى البقره ۲:۸۹
تفسیر:
او کله چې دوی ته د الله تعالی له لوري قرآن کریم راغی چې د تورات او انجیل عامو او صحیح اصولو سره موافق ؤ، او دوی به د قرآن د نازلېدو څخه مخکې ویل: ژرده چې مونږ به په مشرکانو برلاسي شو او بری به ومومو کله چې پېغمبر راولېږلی شي، نو مونږ به پرې ایمان راوړو او پېروي به یې وکړو، نو کله چې دوی ته قرآن او محمد صلی الله علیه وسلم په هغه صفتونو سره راغلل چې دوی پېژندل او هغه حق یې ور وښود چې دوی پرې پوهېدل؛ نو دوی پرې کافر شول، پس پر کافرانو د الله تعالی لعنت دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 88 راتلونکې البقره • آیت 90