Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 90 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 90 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ أَنْ يَكْفُرُوا بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ بَغْيًا أَنْ يُنَزِّلَ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ عَلَىٰ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۖ فَبَاءُوا بِغَضَبٍ عَلَىٰ غَضَبٍ ۚ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُهِينٌ 90
ترجمه:
بد دى هغه شى چې دوى د هغه په بدل كې خپل ځانونه خرڅ كړل، چې په هغه څه باندې كافر شول چې الله نازل كړى دى، د دې كینې (او حسد) له وجې چې (ولې) الله خپل فضل په خپلو بنده ګانو كې پر هغه چا نازلوي چې يې غواړي، نو راوګرځېدل (اخته شول) په یو غضب له پاسه د بل غضب، او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى البقره ۲:۹۰
تفسیر:
ډېر بد دي هغه څه چې دوی پرې د خپلو ځانونو برخې چې په الله او د هغه په پېغمبر ایمان لرل دي، خرڅ کړل، نو په هغه څه کافر شول چې الله تعالی نازل کړي دي او د هغه پر پېغمبرانو یې دروغ وتړل، د تېري او کېنې له امله چې نبوت او قرآن ولې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شول، نو دوی د څو چنده غوسې وړ وګرځېدل له دې امله چې پر محمد صلی الله علیه وسلم یې کفر وکړ، او تورات يې لا د مخې اړولی وو، او د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې کافرانو لپاره د قیامت په ورځ رسوا کوونکی عذاب دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 89 راتلونکې البقره • آیت 91