Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 88 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 88 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَقَالُوا قُلُوبُنَا غُلْفٌ ۚ بَلْ لَعَنَهُمُ اللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَقَلِيلًا مَا يُؤْمِنُونَ 88
ترجمه:
دوى ویل: زمونږ زړونه پرده بَند دي، (داسې نه ده) بلكې د دوى د كفر په سبب الله پر دوى لعنت كړى دى، نو هغه (خلق) چې ایمان راوړی ډېر لږ دي البقره ۲:۸۸
تفسیر:
د محمد په نه پيروۍ کې د يهودو دليل دا و چې زموږ زړونه بند دي ته چې څه وايې هغه بيخي نه ورسيږي او نه پرې پوهيږي، خو حال داسې نه و لکه هغوی چې ګومان کوي، بلکې الله د هغوی د کفر له امله له خپلې لورېينې لېرې کړي و؛ نو دوی ایمان نه راوړي مګر په ډېر لږ له هغه څه چې الله نازل کړي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 87 راتلونکې البقره • آیت 89