سوره البقره (غویي) (آیت 90)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۹۰

بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ أَنْ يَكْفُرُوا بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ بَغْيًا أَنْ يُنَزِّلَ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ عَلَىٰ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۖ فَبَاءُوا بِغَضَبٍ عَلَىٰ غَضَبٍ ۚ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُهِينٌ 90 ٩٠

بد دى هغه شى چې دوى د هغه په بدل كې خپل ځانونه خرڅ كړل، چې په هغه څه باندې كافر شول چې الله نازل كړى دى، د دې كینې (او حسد) له وجې چې (ولې) الله خپل فضل په خپلو بنده ګانو كې پر هغه چا نازلوي چې يې غواړي، نو راوګرځېدل (اخته شول) په یو غضب له پاسه د بل غضب، او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى (۹۰)

تفسیر
ډېر بد دي هغه څه چې دوی پرې د خپلو ځانونو برخې چې په الله او د هغه په پېغمبر ایمان لرل دي، خرڅ کړل، نو په هغه څه کافر شول چې الله تعالی نازل کړي دي او د هغه پر پېغمبرانو یې دروغ وتړل، د تېري او کېنې له امله چې نبوت او قرآن ولې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شول، نو دوی د څو چنده غوسې وړ وګرځېدل له دې امله چې پر محمد صلی الله علیه وسلم یې کفر وکړ، او تورات يې لا د مخې اړولی وو، او د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې کافرانو لپاره د قیامت په ورځ رسوا کوونکی عذاب دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ