سوره البقره (غویي) (آیت 93)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۹۳

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ وَاسْمَعُوا ۖ قَالُوا سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ ۚ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُمْ بِهِ إِيمَانُكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 93 ٩٣

او كله چې مونږه ستاسو (نه) پخه وعده واخيسته او مونږه طُور (غر) ستاسو له پاسه راپورته كړ (مونږ وویل:) څه چې مونږ تاسو ته دركړي دي هغه په قوت سره ونیسئ او واورئ، دوى وویل: مونږ اَورېدلي دي او مونږ نافرماني كړې ده او د دوى د كفر په سبب د دوى په زړونو كې د سخي (مینه) ورڅښول شوې وه۔، ته (ورته) ووایه: هغه شى بد دى چې ستاسو ایمان تاسو ته د هغه حكم دركوي، كه تاسو مومنان یئ (۹۳)

تفسیر
او یاد کړئ هغه وخت چې له تاسو څخه مو د موسی علیه السلام په پیروۍ او د هغه څه په منلو چې ده د الله تعالی له لوري راوړي وو، کلکه ژمنه واخیسته او مونږ ستاسو د وېرولو لپاره غر پر تاسو پورته کړ او تاسو ته مو وویل: کوم تورات چې مو تاسو ته درکړی هغه کلک ونیسئ، او د منلو او غاړه ایښودلو په موخه يې واورئ، او که نه نو غر به پر تاسو راوغورځوو، نو تاسو وویل: مونږ په غوږونو واورېدل، او په کړونو کې مو ونه منل، او د دوی د کفر له امله د خوسي عبادت د دوی په زړونو کې ځای ونیولو، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: ډېر بد دی هغه ایمان چې تاسو ته پر الله تعالی د کفر کولو امر کوي که چېرې تاسو ایمان لرونکي یاست؛ ځکه رښتوني ایمان سره کفر نه یو ځای کېږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ