Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 93 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 93 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ وَاسْمَعُوا ۖ قَالُوا سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ ۚ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُمْ بِهِ إِيمَانُكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 93
ترجمه:
او كله چې مونږه ستاسو (نه) پخه وعده واخيسته او مونږه طُور (غر) ستاسو له پاسه راپورته كړ (مونږ وویل:) څه چې مونږ تاسو ته دركړي دي هغه په قوت سره ونیسئ او واورئ، دوى وویل: مونږ اَورېدلي دي او مونږ نافرماني كړې ده او د دوى د كفر په سبب د دوى په زړونو كې د سخي (مینه) ورڅښول شوې وه۔، ته (ورته) ووایه: هغه شى بد دى چې ستاسو ایمان تاسو ته د هغه حكم دركوي، كه تاسو مومنان یئ البقره ۲:۹۳
تفسیر:
او یاد کړئ هغه وخت چې له تاسو څخه مو د موسی علیه السلام په پیروۍ او د هغه څه په منلو چې ده د الله تعالی له لوري راوړي وو، کلکه ژمنه واخیسته او مونږ ستاسو د وېرولو لپاره غر پر تاسو پورته کړ او تاسو ته مو وویل: کوم تورات چې مو تاسو ته درکړی هغه کلک ونیسئ، او د منلو او غاړه ایښودلو په موخه يې واورئ، او که نه نو غر به پر تاسو راوغورځوو، نو تاسو وویل: مونږ په غوږونو واورېدل، او په کړونو کې مو ونه منل، او د دوی د کفر له امله د خوسي عبادت د دوی په زړونو کې ځای ونیولو، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: ډېر بد دی هغه ایمان چې تاسو ته پر الله تعالی د کفر کولو امر کوي که چېرې تاسو ایمان لرونکي یاست؛ ځکه رښتوني ایمان سره کفر نه یو ځای کېږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 92 راتلونکې البقره • آیت 94