ته (ورته) ووایه: كه د الله په نیز د اخرت كور له نورو خلقو نه په غیر، يواځې هم ستاسو لپاره وي، نو (بیا خو) د مرګ ارزو وكړئ كه تاسو رښتوني یئ البقره ۲:۹۴ ⧉
تفسیر:
ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: که چېرې جنت په آخرت کې یوازې ستاسو لپاره وي او بل څوک له تاسو پرته نه شي ورتللای؛ نو بیا خو تاسو د مرګ غوښتنه وکړئ؛ چې دا ستره درجه په بېړه ترلاسه کړئ او د دنیا له ستړیاوو او غمونو آرام شئ، که چېرې تاسو په خپلو دې دعوه کې رښتوني یاست.