او دوى به كله هم د هغه ارزو و نه كړي هېڅ كله، په سبب د هغو (عملونو) چې د دوى لاسونو وړاندې لېږلي دي۔ او الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى البقره ۲:۹۵ ⧉
تفسیر:
او کله به هم دوی د مرګ هیله ونه کړي؛ له دې کبله چې دوی په ژوند کې پر الله تعالی کفر کړی دی، د هغه پیغمبران يې درواغجن ګڼلي، کتابونه یې تحریف کړي دي او الله تعالی پر دوی او نورو ظالمانو ښه پوه دی، او زر دی چې هر چا ته د هغې د کړنې بدله ورکړي.