سوره البقره (غویي) (آیت 94)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۹۴

قُلْ إِنْ كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الْآخِرَةُ عِنْدَ اللَّهِ خَالِصَةً مِنْ دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 94 ٩٤

ته (ورته) ووایه: كه د الله په نیز د اخرت كور له نورو خلقو نه په غیر، يواځې هم ستاسو لپاره وي، نو (بیا خو) د مرګ ارزو وكړئ كه تاسو رښتوني یئ (۹۴)

تفسیر
ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: که چېرې جنت په آخرت کې یوازې ستاسو لپاره وي او بل څوک له تاسو پرته نه شي ورتللای؛ نو بیا خو تاسو د مرګ غوښتنه وکړئ؛ چې دا ستره درجه په بېړه ترلاسه کړئ او د دنیا له ستړیاوو او غمونو آرام شئ، که چېرې تاسو په خپلو دې دعوه کې رښتوني یاست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ