سوره البقره (غویي) (آیت 97)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۹۷
قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَىٰ قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللَّهِ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ
ووایه: هر څوك چې د جبریل دښمن دى، نو یقینًا هغه دا (قرآن) د الله په حكم سره ستا په زړه نازل كړى دى، چې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى، چې له ده نه مخكې دي، او د مومنانو لپاره هدایت او زېرى دى (۹۷)
تفسیر
ته -ای پېغمبره- هغو یهودانو ته ووایه چې وایي: (د ملائکو له ډلې څخه جبریل زمونږ دښمن دی): څوک چې د جبریل سره دښمني کوي نو همدا جبریل دی چې قرآن یې د الله تعالی په حکم سره ستا زړه ته راوړی دی، چې تصدیقونکی دی د هغه اسماني کتابونو چې مخکې تېر شوي دي؛ لکه تورات انجیل، او د خېر لارښوونکی دی، او مومنانو ته زېرې ورکونکی دی چې الله تعالی دوی ته کوم نعمتونه چمتو کړي دي، نو څوک چې په دې صفتونو کس سره دښمني لري هماغه ګمراه دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: