سوره البقره (غویي) (آیت 99)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۹۹

وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ ۖ وَمَا يَكْفُرُ بِهَا إِلَّا الْفَاسِقُونَ 99 ٩٩

او یقینًا په تحقیق سره مونږ ستا په طرف روښانه ایتونه نازل كړي دي اوپه هغو باندې يواځې او يواځې فاسقان (بدكاران) كافر كېږي (۹۹)

تفسیر
ای پیغمبره! مونږ تا ته ښکاره نښې در لیږلي دي چې ستا د نبوت او تا ته د راغلې وحې په رښتېنولی دلالت کوي او په دې ښکاره او واضحو دلائلو نه کافر کېږي مګر هغه خلک چې د الله تعالی له دین څخه وتلي وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ