او یقینًا په تحقیق سره مونږ ستا په طرف روښانه ایتونه نازل كړي دي اوپه هغو باندې يواځې او يواځې فاسقان (بدكاران) كافر كېږي البقره ۲:۹۹ ⧉
تفسیر:
ای پیغمبره! مونږ تا ته ښکاره نښې در لیږلي دي چې ستا د نبوت او تا ته د راغلې وحې په رښتېنولی دلالت کوي او په دې ښکاره او واضحو دلائلو نه کافر کېږي مګر هغه خلک چې د الله تعالی له دین څخه وتلي وي.