Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 100 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 100 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


أَوَكُلَّمَا عَاهَدُوا عَهْدًا نَبَذَهُ فَرِيقٌ مِنْهُمْ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ 100
ترجمه:
ایا هركله چې دوى به وعده وكړه، كومه وعده، نو په دوى كې یوې ډلې به هغه وغورځوله، بلكې د دوى اكثره خلق ایمان نه راوړي البقره ۲:۱۰۰
تفسیر:
او د یهودیانو له بدو حالاتو څخه دا دی چې کله هم دوی د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت د ایمان لرلو ژمنه وکړي -چې تورات هم په دې دلالت کوي- نو یوه ډله له دوی څخه ژمنه ماتوي، بلکې زیات یهودیان د الله تعالی لخوا پر رالېږل شوي کتاب رښتونی باور نه لري؛ ځکه چې ایمان په ژمنه وفا کولو ته سړی هڅوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 99 راتلونکې البقره • آیت 101