سوره طه (آیت 108)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۱۰۸

يَوْمَئِذٍ يَتَّبِعُونَ الدَّاعِيَ لَا عِوَجَ لَهُ ۖ وَخَشَعَتِ الْأَصْوَاتُ لِلرَّحْمَٰنِ فَلَا تَسْمَعُ إِلَّا هَمْسًا 108 ١٠٨

په دغې ورځ كې به دوى د بلونكي پیروي كوي، دغې (بلنې) ته به هېڅ كوږ والى نه وي، او ټول اوازونه به رحمٰن ته چوپ شي، نو ته به نه اورې مګر كشارى (د قدمونو) (۱۰۸)

تفسیر
په دغه ورځ کې به خلک د بلونکي اواز پسې ورپسې وي د محشر طرف ته، دوی لره به هیڅ کوږوالی نه وي د هغه د تابعدارۍ نه، او ټول اوازونه به رحمان ذات ته چپ شي د هغه د هیبت د وجې، نو ته به په دغه ورځ کې نه اورې مګر په ورو اواز (د قدمونو کشار).

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ