Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 108 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 108 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


يَوْمَئِذٍ يَتَّبِعُونَ الدَّاعِيَ لَا عِوَجَ لَهُ ۖ وَخَشَعَتِ الْأَصْوَاتُ لِلرَّحْمَٰنِ فَلَا تَسْمَعُ إِلَّا هَمْسًا 108
ترجمه:
په دغې ورځ كې به دوى د بلونكي پیروي كوي، دغې (بلنې) ته به هېڅ كوږ والى نه وي، او ټول اوازونه به رحمٰن ته چوپ شي، نو ته به نه اورې مګر كشارى (د قدمونو) طه ۲۰:۱۰۸
تفسیر:
په دغه ورځ کې به خلک د بلونکي اواز پسې ورپسې وي د محشر طرف ته، دوی لره به هیڅ کوږوالی نه وي د هغه د تابعدارۍ نه، او ټول اوازونه به رحمان ذات ته چپ شي د هغه د هیبت د وجې، نو ته به په دغه ورځ کې نه اورې مګر په ورو اواز (د قدمونو کشار).
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 107 راتلونکې طه • آیت 109