سوره طه (آیت 110)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۱۱۰

يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا 110 ١١٠

دغه (الله) پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى (۱۱۰)

تفسیر
عالم دی الله پاک په هغه څه چې دا خلک به ورسره په راتلونکي کې مخامخ کيږي د قیامت د حالاتو نه، او عالم دی په هغه څه چې دوی پرېښودي په خپله دنېا کې، او نشي راګېرولی ټول بندګان د الله تعالی ذات او صفات په خپلو علمونو کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ