او هغه څوك چې نېك عمل وكړي، په دې حال كې چې مومن وي، نو دى به نه له ظلم (بې انصافۍ) نه وېرېږي او نه له نقصان نه (۱۱۲)
تفسیر
او څوک چې وکړي نیک عملونه پداسې حال کې چې دا ایمان لري په الله تعالی او د هغه په پېغمبرانو نو زر دی چې وبه ویني هغه خپله بدله پوره پوره، او نه به وېرېږي د ظلم نه داسې چې دې ته به په هغې ګناه سزا ورکړل شي چې دې نه ده کړې، او نه به د دې د نېک عمل د ثواب نه څه شی کم شي.