سوره طه (آیت 115)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۱۱۵

وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَىٰ آدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا 115 ١١٥

او یقینًا په تحقیق سره مونږ ادم ته له دې نه مخكې حكم كړى و، نو هغه هېر كړ او مونږ د ده پخه اراده ونه مونده (۱۱۵)

تفسیر
او یقېنا حکم کړی و مونږ ادم -علیه السلام- ته مخکې له ونې څخه د نه خوړلو، او مونږ د دې نه منع کړی و، او د دې نه د خوړلو انجام مو ورته هم بیان کړی و، نو هغه دا حکم هیر کړی و او د دغې ونې نه یې خوراک وکړ، او د هغې نه یې ځان ونه ساته او مونږ نه و موندلې هغه لره پوخ عزم په ساتلو د هغه څه چې مونږ ورته پرې حکم کړی و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ