سوره طه (آیت 128)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۱۲۸

أَفَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِأُولِي النُّهَىٰ 128 ١٢٨

ایا نو دوى ته نه ده څرګنده شوې چې څومره ډېرې پېړۍ (امتونه) مونږ هلاكې كړې دي، چې دوى د هغوى په استوګنځایونو كې تېرېږي، بېشكه په دغو كې د عقل والاو لپاره ډېرې نښې دي (۱۲۸)

تفسیر
آیا نه دي ښکاره شوي مشرکېنو ته ډیر د هغو امتونو چې مونږ د دوی نه مخکې هلاک کړي، دوی ګرځي په کورونو د هغو هلاک شوو امتونو کې، او د هغوی د هلاکت اثار ویني، یقېنا په هغه عذاب کې چې دغو امتونو ته رسېدلی و د هلاکت او ویجاړېدلو نه، خامخا عبرتونه دي د عقلمندو خلکو لپاره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ