او كه چېرې هغه خبره نه وى چې ستا د رب له جانبه مخكې شوې ده (، نو) خامخا دغه (هلاكت د دوى) به لازم و، (او كه چېرې نه وى، مقرر شوې نېټه (۱۲۹)
تفسیر
او که چېرې نه وی هغه خبره چې ستا د رب له طرفه مخکې شوې -ای پېغمبره- چې بېشکه هغه هیچا ته هم مخکې د دلېل قاېمولو نه عذاب نه ورکوي، او که چېرته د هغه سره نه وه مقرره نېته د دوي لپاره نو خامخا په تلوار سره به ئې هغوی ته عذاب ورکړی و؛ ځکه چې هغوی مستحق دي د دې عذاب.