سوره طه (آیت 130)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
20
طه(طه)، آیت ۱۳۰
فَاصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا ۖ وَمِنْ آنَاءِ اللَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَىٰ
نو (اى نبي!) ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختو نه مخكې او مخكې د پرېوتو له ده نه، او د شپې په ځینو وختونو كې، نو ته تسبیح وایه۔ او د ورځې په غاړو كې، ښايي چې ته به خوشاله شې (۱۳۰)
تفسیر
نو صبر کوه -ای پېغمبره- په هغو خبرو چې تا ته د دروغو نسبت کوونکي خلک یې وایي د باطلو صفتونو نه، او پاکي بیانوه سره د حمدونو د رب ستا نه د سهار په لمانځه کې مخکې د لمر راختلو نه، او د مازدېګر په لمانځه کې مخکې د لمر پرېوتلو نه، او د ماښام او ماخوستن په لمونځونو کې د شپي په څه برخو کې، او د ماسپخین په لمانځه کې د لمر د کږېدلو په وخت وروسته د ختمېدو د ورځې د لمړۍ حصې نه او د ماښام په لمانځه کې د ورځې د دویمې حصې د ختمېدو نه وروسته؛ شاېد چې ته حاصل کړې د الله تعالی په نیزد هغه ثوابونه چې ته پرې راضي شې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: