سوره طه (آیت 131)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۱۳۱

وَلَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَىٰ مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ ۚ وَرِزْقُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ 131 ١٣١

او ته خپلې سترګې هرګز مه اوږدوه هغه څیز ته چې مونږ په هغه سره دغو ته نفع وركړې ده چې قسما قسم څیزونه دي۔ د دنيايي ژوند ښايست، د دې لپاره چې مونږ دغه (كفار) په دې كې وازمایو۔ او ستا د رب رزق ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى (۱۳۱)

تفسیر
او ته مه ګوره هغو شیانو ته چې مونږ فایده ورکړي ده د دروغو نسبت کوونکو بېلابېلو خلکو ته تر څو د ژوند له ښایست نه خوند واخلي، دا د دې لپاره چې مونږ دوی امتحان کړو، نو بېشکه مونږ چې دوی ته څه ورکړي د دې دنیا نه دا ختمېدونکي دي، او ثواب د رب ستا هغه چې تا سره یې پرې وعده کړې تر دې چې ته پرې راضي شي ډیر غوره او تل پاتې دی د هغو شیانو نه چې دوی ته یې په دنیا کې ورکړي د ختمېدونکو خوندونو او مزو نه؛ ځکه چې هغه نه ختمېدونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ