سوره طه (آیت 132)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۱۳۲

وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا ۖ لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا ۖ نَحْنُ نَرْزُقُكَ ۗ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَىٰ 132 ١٣٢

او ته خپل اهل ته د لمانځه حكم كوه او ته هم په دې (لمانځه) ټینګ ولاړ اوسه، مونږ له تا نه رزق نه غواړو، مونږ تا ته رزق دركوو، او ښه انجام د پرهېزګارۍ لپاره دى (۱۳۲)

تفسیر
او حکم کوه -ای پېغمبره- خپلو تابعدارانو ته په کولو د لمونځونو، او د دې په ادا کولو ته هم کلک شه، مونږ نه غواړو ستا نه روزي ستا لپاره او نه د بل چا لپاره ، مونږ ستا د روزۍ درکولو ذمه واري اخلو، او ښایسته انجام په دنیا او اخرت کې د پرهېزګارانو لپاره دی هغه کسان چې د الله تعالی نه وېرېږي، نو د هغه حکمونه عملي کوي، او د هغه له منهیاتو ځان ژغوري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ