سوره طه (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۱۶

فَلَا يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لَا يُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَىٰ 16 ١٦

نو تا دې هیڅكله بند نه كړې له دغه (قیامت) نه هغه څوك چې په ده ایمان نه راوړي او هغه د خپل خواهش پیروي كوي (، ګنې) نو ته به هلاك شې (۱۶)

تفسیر
نو تا دې وانه ړوي د تصدیق کولو نه په قیامت باندې- او هغه ته د تیاري کولو نه په نیک عمل سره - هغه څوک چې ایمان پرې نه راوړي د کافرانو څخه، او تابعداري یې کړې د هغو کارونو چې د دې نفس غوښتلي د محرماتو څخه، نو پس د دې په وجه به ته هم هلاک شې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ