سوره طه (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۴۸

إِنَّا قَدْ أُوحِيَ إِلَيْنَا أَنَّ الْعَذَابَ عَلَىٰ مَنْ كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ 48 ٤٨

بېشكه مونږ چې یو، یقینًا مونږ ته وحي كړى شوې ده چې بېشكه عذاب په هغه چا دى چې (د رسولانو) تكذیب كوي او (له اسلامه) مخ ګرځوي (۴۸)

تفسیر
بېشکه مونږ ته الله تعالی وحې کړې چې یقینا په دنیا او آخرت کې به عذاب په هغه چا وي چې نسبت د دروغو یې کړی د الله تعالی آیتونو ته، او مخ یې اړولی د هغه څه نه چې پېغمبرانو پرې راتلل کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ