سوره طه (آیت 61)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۶۱

قَالَ لَهُمْ مُوسَىٰ وَيْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا فَيُسْحِتَكُمْ بِعَذَابٍ ۖ وَقَدْ خَابَ مَنِ افْتَرَىٰ 61 ٦١

(موسٰی جادوګرو ته) وویل: تاسو هلاك شئ! په الله باندې دروغ مه تړئ (ګنې) نو هغه به تاسو په عذاب سره هلاك كړي، او په تحقیق نا امېده (او نامراد) شو هغه كس چې (په الله) يې دروغ وتړل (۶۱)

تفسیر
موسی -علیه السلام- د فرعون جادوګرانو ته د نصیحت په ډول وویل: ځان وساتئ، په الله تعالی باندې دروغ مه جوړوئ د هغه جادو په وجه چې تاسې پرې خلک دوکه کوئ ګنې نو هغه به تاسې هلاک کړي په خپل عذاب سره، او یقینا تاواني شوی هغه څوک چې په الله تعالی ئې دروغ جوړکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ