سوره طه (آیت 66)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۶۶

قَالَ بَلْ أَلْقُوا ۖ فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِنْ سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَىٰ 66 ٦٦

ده وویل: بلكې تاسو وغورځوئ، نو ناڅاپه د دوى رسۍ او د دوى امساګانې د دوى د سحر په وجه د ده (موسٰى) خیال ته داسې راوستى شوې چې په رښتيا دغه منډې وهي (۶۶)

تفسیر
موسی -علیه السلام- وویل: بلکې تاسې لومړی وغورځوئ هغه جادو چې ستاسې سره دی، نو هغوی وغورځولې هغه امساګانې او رسئ چې د دوی سره وي، نو پس ناڅاپه هغه رسۍ او امساګانې چې دوی وغورځولې موسی -علیه السلام- ته د دوی د جادو د وجې داسې په خیال کې راوستل کیدلې لکه دا چې ماران وي او په تیزۍ سره منډي وهي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ