سوره طه (آیت 77)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۷۷

وَلَقَدْ أَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِيقًا فِي الْبَحْرِ يَبَسًا لَا تَخَافُ دَرَكًا وَلَا تَخْشَىٰ 77 ٧٧

او یقینًا یقینًا موږ موسٰی ته وحي وكړه چې ته زما بنده ګان د شپې وباسه، نو ته د دوى لپاره په سمندر كې یوه وچه لاره جوړه كړه، ته به نه وېرېږې له نیول كېدو نه او نه به وېرېږې (له ډوبېدو نه) (۷۷)

تفسیر
او بېشکه مونږ وحې کړې وه موسی -علیه السلام- ته: چې د شپې بوځه بندګان زما د مصر نه چې هیڅوک پرې پوهه نشي، او دوی لره په دریاب کې وچه لاره جوړه کړه وروسته د وهلو د هغه نه په امسا سره، په امن کې به یاستې د دې نه به نه ویرېږې چې فرعون او د هغه لښکرې به تاسې رالاندې کړي، او په دریاب کې به د غرقېدلو څخه هم نه ویرېږئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ