سوره طه (آیت 80)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۸۰

يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ قَدْ أَنْجَيْنَاكُمْ مِنْ عَدُوِّكُمْ وَوَاعَدْنَاكُمْ جَانِبَ الطُّورِ الْأَيْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَىٰ 80 ٨٠

اى بني اسرائیلو بېشكه مونږ تاسو ته ستاسو له دښمن نه نجات دركړ او د طور غر ښي اړخ ته مو له تاسو سره وعده وكړه او مونږ پر تاسو باندې مَن (ترنجبین) او مړزان (ډوله مرغان) نازل كړل (۸۰)

تفسیر
او مونږ بني اسرایېلو ته وویل وروسته د دې نه چې بچ مو کړل د فرعون او د هغه د لښکرو نه: ای بني اسرایېلو! بېشکه مونږ تاسې بچ کړئ ستاسې د دښمن نه، او ستاسې سره مو وعده کړې وه چې مونږ به د موسی سره خبرې کوو په ښي طرف د وادي کې کوم چې د طور غره په څنګ کې واقع دی، او په تاسو مو د تیه په میدان کې زمونږ د نعمتونو څخه نازل کړي وو ښایسته څښل لکه د شاتو په شان او وړه مرغئ د پاکي او ښاېسته غوښې والا د مړز په شان.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ