سوره طه (آیت 81)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۸۱

كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَلَا تَطْغَوْا فِيهِ فَيَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبِي ۖ وَمَنْ يَحْلِلْ عَلَيْهِ غَضَبِي فَقَدْ هَوَىٰ 81 ٨١

تاسو هغه پاكیزه څیزونه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي او تاسو په دغه (رزق) كې تجاوز مه كوئ (ګنې) نو په تاسو به زما غضب راكوز شي اوهغه څوك چې په هغه باندې زما غضب راكوز شي، نو یقینًا دى وغورځېده (هلاك شه) (۸۱)

تفسیر
خورئ تاسې د پاکو هغه شیانو څخه چې مونږ تاسې ته درکړي د حلالو خوراکونو څخه، او تاسې تیری مه کوئ د هغه څه نه چې مونږ تاسې ته حلال کړي هغه څه ته چې مونږ پر تاسې حرام کړي، کنه نازل به شي په تاسې باندې زما غضب، او په چا چې زما غضب نازل شو نو یقینا دا په دنیا او اخرت کې هلاک او بد بخته شو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ