سوره طه (آیت 87)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
20
طه(طه)، آیت ۸۷
قَالُوا مَا أَخْلَفْنَا مَوْعِدَكَ بِمَلْكِنَا وَلَٰكِنَّا حُمِّلْنَا أَوْزَارًا مِنْ زِينَةِ الْقَوْمِ فَقَذَفْنَاهَا فَكَذَٰلِكَ أَلْقَى السَّامِرِيُّ
دوى وویل: مونږ ستا د وعدې مخالفت په خپل اختیار سره نه دى كړى، او لېكن پر مونږ باندې د (قبطیانو د) قوم د ښكلا زیورات بار كړى شوي وو، نو مونږ هغه وغورځول، نو همداسې سامري هغه (په اور كې) وغورځول (۸۷)
تفسیر
د موسی -علیه السلام- قوم وویل: مونږ وعده خلافي نه ده کړی ستا د وعدې -ای موسی- په خپل اختیار سره، بلکې مونږ مجبور شو، نو یقېنا مونږ ته رابار شو پیټي د ګناهونو د وجې د ګاڼې د فرعونیانو، نو مونږ هغه په یوه کنستل شوي کنده کې وغورځول د هغه نه د خلاصي په خاطر، نو لکه څرنګه چې مونږ هغه په کنستل شوي کنده کې وغورځول همدغه شان سامري هم هغه خاوره واچوله کومه چې د هغه سره وه د جبریل -علیه السلام- د اس د قدم څخه.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: