سوره طه (آیت 89)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۸۹

أَفَلَا يَرَوْنَ أَلَّا يَرْجِعُ إِلَيْهِمْ قَوْلًا وَلَا يَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا 89 ٨٩

(الله فرمايي) نو ایا دوى نه ګوري چې بېشكه شان دا دى چې دغه (سخى) دوى ته بېرته خبره نه راګرځوي او دى د دوى لپاره نه د ضرر اختیار لري او نه د نفعې (۸۹)

تفسیر
آیا نه ګوري دا کسان چې فتنه کې واقع شوي د خوسي په وجه نو بندګي یې ورله شروع کړې، بېشکه خوسی چې دی نه د دوی سره خبرې کولی شي او نه ورته څه جواب ورکولی شي، او طاقت نه لري په دفع کولو د ضرر د دوی نه او نه د نور چا نه، او طاقت نه لري د فاېدې رسولو خپل ځان ته، او نه بل چا ته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ