سوره طه (آیت 99)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
20
طه(طه)، آیت ۹۹
كَذَٰلِكَ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْبَاءِ مَا قَدْ سَبَقَ ۚ وَقَدْ آتَيْنَاكَ مِنْ لَدُنَّا ذِكْرًا
هم داسې مونږ تا ته بیانوو ځینې له هغو خبرونو نه چې مخكې تېر شوي دي او په تحقیق تا ته مونږ دركړى دى له خپل جانب نه ذكر (چې قرآن دى) (۹۹)
تفسیر
لکه څرنګه چې مونږ تا ته د موسی او فرعون قصه وکړه -ای پېغمبره- او قصه د قومونو د هغو دواړو همدارنګه مونږ بیانوو په تا باندې خبرونه او قصې د هغو پېغمبرانو او امتونو چې ستا څخه مخکې تیر شوي د دې لپاره چې دا ستا لپاره تسلي شي، او یقېنا مونږ درکړی تا ته زمونږ له طرفه قرآن کریم په دې سره پند اخلي هغه څوک چې پند یې پرې اخیستلی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: