دوى به هغه تر ټولو لویه وېره نه غمجن كوئ او له دوى سره به ملايك ملاقات كوي (او وايي به:) دا ستاسو هغه ورځ ده چې تاسو ته به يې وعده دركولى شوه (۱۰۳)
تفسیر
نه به ویروي دوی لره دا لوی مصېبت او بد حالت کله چې به اور په جهنمیانو باندې راتاو شي، او ملاېکې به د دوی استقبال وکړي په هرکلي سره داسې به وایي: دا ستاسې هغه ورځ ده چې تاسې سره یې وعده شوې وه په دنیا کې، او تاسې ته پرې زیری درکول کېده په هغو نعمتونو چې تاسې به ورسره مخامخ کیږئ.