سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۲۲

لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا ۚ فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ 22 ٢٢

كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي (۲۲)

تفسیر
که په آسمانونو او ځمکه کې له الله پرته نورشمېر معبودان وای، ځمکه او آسمانونه به د هغو معبودانو په پاچايۍ کې د شخړې له امله خراب شوي وو، خو حقيقت د دې پر خلاف دی، نو الله د عرش مالك له هغه څه پاک دی چې مشرکان يې په درواغو ورته بيانوي چې هغه لره شريکان دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ