سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۳۰

أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا ۖ وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ ۖ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ 30 ٣٠

ایا هغه كسان چې كافران شوي دي په دې نه دي خبر شوي چې یقینًا یقینًا اسمانونه او ځمكه دواړه سره نښتي وو، بیا مونږ دواړه بېل كړل، او مونږ له اوبو څخه هر ژوند شى پیدا كړى دى، ایا نو دوى ایمان نه راوړي؟ (۳۰)

تفسیر
آیا نه پوهېږي هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی چې بېشکه اسمانونه او ځمکه د یو بل سره یوځای وو، د دواړو ترمنځ خالي ځای نه وو چې باران ترې شوی و، نو مونږ دا دواړه د یو بل څخه جلا کړل، او پیداکړی مو دی د دغه اسمان څخه زمکې ته له نازل شویو اوبو نه هر یو شی که حیوان دی او که بوټی دی، نو آیا دوی عبرت نه اخلي د دې نه، او يوازي په الله تعالی اېمان نه راوړي؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ