Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 30 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 30 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا ۖ وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ ۖ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ 30
ترجمه:
ایا هغه كسان چې كافران شوي دي په دې نه دي خبر شوي چې یقینًا یقینًا اسمانونه او ځمكه دواړه سره نښتي وو، بیا مونږ دواړه بېل كړل، او مونږ له اوبو څخه هر ژوند شى پیدا كړى دى، ایا نو دوى ایمان نه راوړي؟ الأنبیاء ۲۱:۳۰
تفسیر:
آیا نه پوهېږي هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی چې بېشکه اسمانونه او ځمکه د یو بل سره یوځای وو، د دواړو ترمنځ خالي ځای نه وو چې باران ترې شوی و، نو مونږ دا دواړه د یو بل څخه جلا کړل، او پیداکړی مو دی د دغه اسمان څخه زمکې ته له نازل شویو اوبو نه هر یو شی که حیوان دی او که بوټی دی، نو آیا دوی عبرت نه اخلي د دې نه، او يوازي په الله تعالی اېمان نه راوړي؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 29 راتلونکې الأنبیاء • آیت 31